غزل زلفې د دلدارې چې زنار فرمايي Khushal Khan Khattak Word meanings A− A+ Text size: 100% Copy Print Share Use the arrow keys to move between words. Press Enter or Space to open a meaning and Escape to close it. 01 زلفې د دلدارې چې زنار فرمايي څه لره و ماته څوک بل کار فرمايي 02 سهل دی دا امرکه مې سر و مال قبول کا څوک په دا ويل کا چې دشوار فرمايي 03 څه لره ای عقله! ډېر له صبره راته وايې زه بنده د عشق يم دی تلوار فرمايې 04 څو راته ناصحه! نصيحت کړې لېونی مې کله هسې کار کا چې هوښيار فرمايي 05 ما ترې توبه وکړه چې د عشق په شريعت کې دين مذهب هغه دی چې دلدار فرمايي 06 قطع لېونی دی چې ديار د مخ په دور څوک و ماته سير د گلزار فرمايي 07 خپله رضا پرېږده که رښتينی يې په عشق کې کړه هغه خوشاله چې دې يار فرمايي Dictionary meaning × Headword