نظم

زلفې ستا نافه يې ناب دي

Khushal Khan Khattak

زلفې ستا نافه يې ناب دي

لب دې شراب دي د فرنگ

ښکلی مخ دې نسترن دی

ستا باڼه تازه خدنگ

په مخ ډېره ښايسته يې

لږ دي ښکلي ستا په رنگ

تل، تل غم باندې ناياب دی

ځای دخوب دی ستا پالنگ

ښاپېريه مې گڼلې

د څړۍ د ښه ژر ننگ

په تا ښايي چې اخلې

د پريو نه قلنگ

بدن سيمه خوبا، ته يې

قلب دې نه دی، دی سنگ