نظم

ذوالقافيتين ترکيب بند

Khushal Khan Khattak

هند ته يې روان کړم بدرقه مې مستجاب

هم ملک هم خان هم دهمه غوري ارباب

خپور شو په ملکونو دا خبر په درست ديار

درست عالم دلگير شو لا پښتون يار واغيار

هر چې امراگان وو په صوبه کې منصبدار

کل عالم حيران شو چې يې وليده دا کار

لاړل په سبا د وخته ټول شول په دربار

ويې وی دا هسې رنگ نېکخواه وښهريار

دا رنگه نيوه شي نواب ښه گڼي دا چار

چپه خوله شو پاتې هيڅ يې ونه کړ گفتار

پاڅېدل له ځايه امراگان شول تار په تار

درې ورځې شوې تېرې زما ترونه نا په کار

ورغلل مغول لره قبول يې کړ مدار

آس او خلعتونه مغول ورکړه په اقرار

ملک يې زما ورکړ نالايق يې کړل سردار

کور او خېلخانه ولس همه شو خبردار

درست خټک د دېو و کشتن ته شو تيار

روح د دېو والوت په بلا شوو گرفتار

ما و خېلخانې وقام ته ووی چې زنهار

مرگ کشتن نه بويه نه څه نور شرو اشرار

يو به دښمن ښاد شي چې يې ورک کړ خپل تبار

بل به فساد گډ شي د بادشاه درومي اعتبار

دوی او درست ولس په زيارت د شېخ رحمکار

ټول شول له دې کاره په قريب شول توبه گار

زويه مې نادان وو په خطا لاړل بسيار

مرگ کشتن که نه وای ددې مه پرېښوی وقار

دوی په زړه کې دا وی چې که سل کړو که هزار

هر کله چې خلاص شي فلانه موږه يو په دار

بل فکر يې نه و ورپېدا شو دځان ډار

مرگ وته مې کښېناستل په ليل و په نهار

تېرې شوې په بند کې زما دوه مياشتې په شمار

ملک واړه ويران شو خلقه شوه په کهسار

وغوښتې پنځوس زره روپيې صوبه دار

ما وی در به نه کړم يو پوچک نه يوه دينار

دواړه لوريه وکړ سره دا قول اقرار

يومغول بې پته بل مې ترونه شرمسار

اوس خو بايده دا دي چې يې ځای وي هندوبار

زر يې فکر بويه په تعجيل او په تلوار

زه په دا لا خوښ وم چې که ورشم تر دربار

د عمر دولتخوا وم دعزت وم طمع دار

زه يې کړم له ښهره په شتاب شتاب روان

راغلم نرم نرم په رباط دشابېگ خان

درسته شپه څوکۍ دمحبت خېلو په خپل ځان

بل و مصريخان داودزي يو ټول احديان

راغلم تر نوښاره په سبا هم په دا شان

خلک په ژړا په ننداره راته حيران

څه به دنوښهر د شپې زه کوم بيان

درسته شپه زلزل و په هندو په مسلمان

صبح يې کوچ وکړ پښتانه مغول لرزان

لور په لور پوځونه وو زما ټول تر ميان

راغی په خټکو باندې هسې يوساعت

تا به وی نازل شو په جهان کې قيامت

مات و پېغام کړی په ولس په اشرف خان

نه بويه د جنگ دخرخشې فکر سامان

موږه دپادشاه يو قديمي دولتخواهان

يو مې نوم بدېږي بل سټېږي افغانان

راغلمه تر سرايه سرای يکلخته و ويران

تا به وی هر گز نه ومېشته دا ځای انسان

څه به درته وايم چې پېرې لري اسمان

څوک ورته توانېږي چې شدت کاندي عيان

ډېرې گرانې راشي په سړيو په جهان

خدای و سړي ورکا بيا د هري چارې توان

گران ساعت هغه وچې مې وليده عثمان

بيا راغی زينو د خېلخانې يوڅو ځوانان

راغلل په ارمان خپله جدا شو په ارمان

زه او ددې سرای حجر شجر واړه گريان

راغلو په نړۍ، نندارچې مردان زنان

هسې رنگه ولاړ وو لکه بې روحه بتان

راغلو په گړۍ د خيرآباد پېچيان پېچيان

پورې که راپورې خلک واړه نندارچيان

هر چې راسره هغه واړه وو ترسان

چا وی چې خټک به حاضر نه شي په ميدان

ما خو پيغام کړی وهمدا مې و گومان

اوس به راڅرگند شي له يوه لوريه نښان

هسې جنگ به وشي په دا اخر زمان

گوره څو به شمار شي دواړه لوريه کشتگان

جنگ جدال ونه شو حکم دا و ديزدان

پورې شوم تر سينده په اټک شوم نگران

درست ولس مې واړه په غوغا حيران پرېشان

وير مې په کورونو په های، های مې فرزندان

زه يې له اټکه نه روان کړم په دا حال

ور يې وړم په پړه په بابا حسن ابدال

بيا له هغه ځايه په پېنډۍ په استعجال

بيا له هغه ځايه تر رباطه وشو چال

راغی په رباط کې له نوابه يومثال

بيا يې بېرته يوړم تر پېنډيې دم درحال

راغی په پېنډيې کې يو خط په دا منوال

واڼئ يې په وړاندې و دربار ته بې اهمال

لاړم له پېنډۍ شپه تر منځ د ککړ ټال

لاړم تر لاهوره کوچ په کوچ په ارتحال

زويه سعادت باقي ميرباز پرېشان احوال

راغلل په لاهور کې راپسې دوی په دنبال

وړاندې تر ما لاړل ودربار ته په ارغال

ويې کړ بخشي ته له دې حاله قيل وقال

زوی د مير جمله دی ميربخشی په استقلال

ډېر مهر يې وکړ دلاسا جوال جوال

وی يې چې را ورسي دربار وته خوشال

نور به سر افراز شي غم يې نشته يو مثقال

زه هم په وسط د رمضان کوچمال کوچمال

ورغلم دربار ته زر څلور اويا وکال

دور د اخر دی فساد گډ شو لور په لور

يو تر بل اخته شو جهان واړه کور په کور

ډېر ردو وبدل شو په دا منځ کې ځواب سوال

حکم د خلاصي د ضمان وشو په اجمال

ځای په حوېلۍ کې تر خپل څنگ راکړ کوټوال

جوړ شو ضماني ته سيد شمس دجلال

موږ په دا فکرت وو چې په مياشتې د شوال

راغی عرضداشت دسيد مبر په دا مقال

مه پرېږده خوشال دده پرېشول دي اختلال

بيا په منځ کې پرېووت د خلاصيې ډېر جنجال

ملک،منصب جاگير زما تغيير شومال محال

دولس منصبدار مې تابينې شول پايمال

تر ناحق په کښل د بد ويل د بد سگال

وپسنده ظالم بادشاه په ما باندې اشکال

زه دلې په بند هورې زما اهل و عيال

تار په تار په غرونو په عذاب او په ويال

هسې چارې وشوې چې دچا نه وې په خيال

نشته د اورنگ بادشاه په عدل اعتدال

لور په لور خورې شوې دا لښکرې ددجال

نشته يو مهدي چې راښکاره کا خپل جمال

خدای راباندې راووست دا همه واړه محنت

څو چارې سبب شوې درته وايم حکايت

يو چې زه مغرور وم په راستيې په خدمت

بل دمغول طمع زما نه ورکړل عادت

بل مې ناشکري د وروڼو ترونو حماقت

بل چې فرزندانو مې خطا کړ مصلحت

يوځله هم نه خطا، خطا کرت، کرت

واړو مشرانو اشرف خان، بهرام سعادت

ومې کړ اشرف وته دتورې اشارت

هيڅ عمل يې نه وکړ زما په نصيحت

څه خدايار خليل څه يې حيا څه يې حرمت

څه جگړام هندو څه دهندوانو برکت

يو ، يو ځوان پوهېږي د غليم په حرکت

زهر گډول شي د شکرو په شربت

زويه هغه زويه چې هنر لري حکمت

پوه وي د دښمنو په فريب په خديعت

ونيسي په لاس کې سخاوت و شجاعت

نه صرفه په ځان نه په جهان اعلی همت

درېغه اشرف خان دستياري هومره قوت

درست ولس په لاس کې هيڅ ور ونه شو جرات

ورغلل مغول ته د اشرفو قباحت

هم زما آفت و هم هر چا لره آفت

څو چې ملک ويران و دمغول وډېر هيبت

وشوه وداني دملک، پوره يې شو حاجت

ويې کښل بادشاه ته د جگرام مجرا عزت

بوت يې وکابل ته اشرف خان په شرارت

پاڅېده بهرام ته په دا منځ کې يو غيرت

درست ولس يې ټول کړ په په نړيې راوخت

تشی سر هوا غوټۍ د باز نه وي خصلت

باز نه و باز رنگ وچې ښکاره يې شوحالت

حکم يې دا وکړ اميرخان ته وشول کښل

زه په بند بندي زما کورونه راوستل

څه کړم نه پوهېږم دا فلک سفله پرور

لاس رسېدای درېغه چې پرې سوړ کړلی ټټر

زه وم په ډيلي کې گرفتار په دا زحمت

تېرې شوې په بند کې پينځه مياشتې زيادت

بيا دمير جمله زويه بادشاه ته په خلوت

عرض يې زما وکړ د ميرخان په کفالت

دا ووی بادشاه فلانه به خلاص کړم سلامت

زن بچه که راولي وهند ته په سرعت

واورېده دا حکم سعادت باقي ميرباز

راغلل يکايک يې حقيقت کړ را آغاز

مياشت وه د صفرې چې درې واړه لکه باز

ويې کړ وطن ته په رخصت زما پرواز

لاړل تر وطنه په شل ورځې يک تاز

يوپه ځای رانغی چې زموږ و سره راز

غرب وته قبله وه و مشرق وته نماز

تله وو کربلا ته د حج

څه به درته وايم له دې حاله دور دراز

کوټې کوټې حال دی مختصر بويه له مجاز

واړه لوی هلک چې مې ساتلي وو په ناز

واړه په نعمت کې پرورده ملوک شېراز

تار په تار خواره شول مبتلا په ډېر نياز

دور د گردون کړل د بلا سره انباز

هره ورځ فلک لري تازه تازه طراز

هيڅ باور يې نشته په نواخت او په نواز

وولې په مځکه يو، ساعت کې سرفراز

پروت په تورو خاورو په زمان کاندي ممتاز

ډوب کا په درياب کې چې محکم لري جهاز

باسي له منځه چې يې نه زده وي شناز

څه کړم چاته آه کړم هيڅؤک نه لرم دمساز

چا وته ناره کړم څوک مې نه اوري آواز

درومم په بل لوري په فلک راشم باز باز

مه وای دا فلک مه يې دا هسې امتياز

اهل په خوارۍ کې نا اهل په اعزاز

څيرې خت مېرمنې خدمتگارې په پېشواز

هر چې ابلهان دي روغني خوري دخباز

هر چې دانايان دي نان خورش نه لري پياز

نشته د رښتينو کره يو کهنه پلاز

سره ټغر په کور کې دروغجن لري غماز

نور مرغونه گرځي په باغونو په طناز

بند دي هم هغه چې يا يې رنگ شته يا آواز

آس واړه شا خوږي په نشيب او په فراز

خروهي خرتيزې په اخور کې په رباز

څو به درته وايم حقيقت دی که مجاز

بس کړه دا خبره مختصره هم ايجاز

يو هی هی های های و په ژړا ولوی هلک

درست عالم حيران شو چې څه کار شو په خټک

دوه ځله سرای مات شو يو زما په بنديدل

بل دسعادت ، باقي ميرباز په رسېدل

يوځله په ماتې تر هنگاله ورغلل

بيا د اکوزيو په سيکري ننوتل

نه يې توره سره وه نه د سر و ماتېدل

زويه مې له ملکه له ولسه ووتل

زه په هند کې بندوم اشرف خان وپه کابل

واړه زن بچه مې په سيکري کې داغېدل

راغلل و بادشاه ته د کابل دصوبې کښل

ملک د سرای ويران شو پرې بې حد وشو زلزل

ځای ځای په پوځونه په څوکۍ په کښېناستل

لار د سرای نيولې مساپر يې چلول

جوړ شول يوسفزي خټک سرای ته په وهل

څو ټټوان يې بوتلل په سحر پرې وختل

بارې څه ختل وي نه ختل وو نه متل

بارې څه وهل وي نه وهل وو نه مهل

نام ناموس مې لاړ شو چې اعتبار و د مغول

نوم مې د بدخوا شو چې نېکخوا وم تل تر تل

ملک يې و راکړی په پنجاب کې متصل

حکم د بادشاه و صادر شوی په پرېښول

لېږد دی که محنت دی که کشتن دی که شړل

واړه په قسمت کې په سړي باندې نازل

دا چارې چې وشوې بيا ترمنځ شوفکر بل

څوک يې په چانه کا د سړي دی نصيب خپل

زه د يوسفزي په ځان زهر وم قاتل

بل مقصود مې نه و په خدمت کې د مغول

ډېر شاهان ځوانان مې يو د بله ووژل

تېرساعت ارمان دی پښېماني نشته حاصل

دا په خيال دچاوو يا په فکر جاروتل

خواست رضا د خدای وه په هر شان چې شوی شول

شاباش په هغه شه چې د ننگ وکا پالل

راغلل يوسفزي لکه پېښ شو کارمشکل

يو وبايېزي راڼي زي ورسره مل

لوی هلک مېواړه تر درياب پورې وتل

لاړل تر سيکرې ورسره مل کورونه سل

نور خټک مې واړه په خپل ځای ودرېدل

څه بلا دخدای ده د وطن جدا کېدل

وروڼه عزيزان خوېشان وبله بېلېدل

خدای خو خبردار دی که ښکاره نه دی په چا

بندي يم خلاص دې نه شم که دروغ وايم زه دا

خپل وو که پردي وو که اشنا که نا اشنا

چا سره مې نيت د بدو نه و د جفا

هر چې مخامخ وم هسې شان وم پسې شا

بل فکر مې نه و نه دروی نه د ريا

هيڅکله په ظلم روا دار نه وم اصلا

هر چې ظلم کار و له هغه مې وه بلا

هر چې رعيت و څه غريب و څه غربا

دا مې وو په نيت کې چې ازار نه شي له ما

رنگ د هغو ورک شه چې آوټه وايي دروغ

نشته څوک په ملک کې چې له ده وي په زړه روغ

زر که زرينه که مال وملک و د دنيا

واړه مې پېرزو په خېلخانې وو داشنا

بد وم د هغو چې مبتدع وو ناصفا

درست په زړه مين وم په فضلا په علما

قصد مې له هغو وو چې مفسد وو بې وفا

غم مې د هغو وو چې غليم وو د بادشاه

عمر مې چې تېر شو په راستيې په رښتيا

نه مې وه په کار کې دمغولو هيڅ دغا

پلار نيکه مې ځان کړ د نمک په کار فدا

بل پښتون مې نه و په راستيې کې همتا

زويه مې په بند شه له وطنه شوم جلا

څو چارې راوشوې نه گناه نه مې خطا

تار په تار مې لاړ ې خلېخانې کجا کجا

واړه په ډيرغم کې مبتلا جدا جدا

ملک واړه بر هم ودان ښهرونه پوپنا

تار په تار له ملکه درست عالم په واوېلا

څو مياشتې په بند وم په ډيلي کې په عنا

اوس په رنتبور کې بندي پروت يم يک تنها

هيڅ د اورنگزېب بادشاه په دا نشته پروا

خلک که دده له ظلمه کاندي تل ژړا

گوښې په ما نه ده ډېره وشوه په هر چا

شل صوبې د هند دي په هر لوري ده غوغا

هر چې کټگان دي په صوبه کې کد خدا

څوک په بند، بندي دي څوک لا گرځي ناويسا

يو په رنتبور کې دوه سو ناست دي مبتلا

څو کوټونه نور دي په کې بند دي بې احصا

وړومبی يې تر واړه په خپل پلار سړه کړه خوا

بيا ورپسې نور وهي چې دي اعلی ادنا

ده چې له دکنه، نه راهسک کړ خپل علم

ورک يې کړ په ظلم هم په مکر ډيرعالم

ويې کړ اول له مراد بخش سره قسم

راغی په اوجين جسونت سنگه يې کړ برهم

بيا په اگره راغی په دارايې کړ تور تم

بنديې شاه جهان کړترې يې بېل کړ درست حشم

بيا يې مراد بخش د شاه جهان سره کړ سم

يوړ يې تر ملتانه په دارا پسې پرچم

بيا راغی په بيارته په شجاع يې وروست غم

جنگ و په کجوه کې چې شجاع شو منهزم

بيا دارا جنگ وکړ په اجمير کې بېش و کم

مخ په مغرب وتښ داراشا برهم درهم

ونيوه جيوڼ، پڼي په کور کې په خپل چم

رايې وست ډيلي ته دده سر يې کړ قلم

بيا سلېمان شکوه د دارا زويه مکرم

راوست راجپوتانو گرفتار شو په الم

لاړ شو شاه شجاع ته مشر زوی شو دده رم

بيا يې ځنې بېل کړ په ډېر مکر په ډېر دم

بيا په شاه شجاع پسې دلير و معظم

ويې يوست له بنگه (بنگال) گوره چېرته څکوي دم

دا هسې بادشاه دی دا انصاف دا يې تميز

خدای به نا انصاف په جهان نه لري عزيز

رايې وست په خونه د خپل پلار هسې ماتم

کار ته يې حيران شو همگي عرب عجم

دا ترده واړه په دوه کاله بېش و کم

وشو د ډيليې سلطنت پرې مسلم

وشول اوه کاله زر اويا کاله دوه کم

ده چې د ډيلي په سرير کښېوده قدم

يا ازار د پلار دی يا اثر دی د قسم

يايې له غروره مبدل شو خوی شيم

يوهی هی، های های دی په انواع انواع ستم

څو کاله که نور وي درست عالم به کا عدم

هسې په ظاهر صورت په مکر دی محکم

وايي چې پيدا شو ثاني براهيم ادهم

فعل يې چې گورې هلاکو دی يا ظالم

چا دي اورېدلي په اولاد کې د ادم

پلار په بند تړلی قتل کړی دی رحم

واړه يې دخپلې خود کاميې لا په غم

هيڅ د خوار مظلوم په حال پوښتنه نه کړم

دواړه ورته يو په تفحص کې گرم نه گرم

واوره دا خبره درته وايم ممستحن

واړه کار په بخت دی په طالع دی نور سخن

چېرې داراشاه چېرې دده چا ومخزن

چېرې د ډيلي زمزمه زغرې جوشن

چېرې اورنگزېب څه يې پايه څه يې دکن

څه دده سامان څو يې لښکر خچن، مچن

راغی په اگره دده په سريښی کفن

تار په تار پوځونه د ډيلي برهم زدن

بخت چې چاته مخ کا دهغه چمن، چمن

گل شگفته کېږي په ښوره کې په گلشن

بخت چې چاته مخ کاور دې بند کا په آهن

گنج ورننوځي تر دېواله تر رو زن

بخت چې چاته شا کا مرغلرې د عدن

نه پېري دده دمرغچيچو په ثمن

کارددې اوو(اوه ستوري) په هيچا نه دی مبرهن

دوولس ځايه گرځي په ځای نه لري مسکن

هر لوري ته گرځي هم پاسبان دی هم رهزن

څوک تر خوفه تېر کا د چا ووهي گردن

څه به درته وايم چې يې څو دی مکر و فن

خلاص يې له اسيبه نه دی هيڅ نو او کهن

ما چې نظر وکړ سر تر پايه په خپل تن

درست خالي هوا دی په دا نه يم دروغجن

واړه يو نفس دی نتيجه يې ما ومن

واړه په ټگي دي چې يې ووځي له دهن

ورک شو د يزيد په هغه څو کاله ديدن

پاتو شه پرې لعن د حسين او د حسن

تل به د اورنگ نه وي دا کر وفر و فن

پاتو به په ده شي تل نفرين دمرد وزن

هر چې پاکيزه لري خپل اصل خپل گوهر

مه کړه خدای چې راضي شي په ازار د خپل پدر

دوه سو شل بيتونه دي يوولس بنده ښه

ما په رنتبور کې د زړه تاو پرې سړاوه

څه شو که دولت يې اوېزان شي په دامن

بيا کله سفله دی د اعلی پايې څښتن

هر چې په فطرت کې پيدا شوی دی خيرن

پاک او صاف به نه شي که يې تل وينځې بدن

څه شو که دباز له ځاله والوځي زغن

بيا زغن زغن دی که هر څو دی پنجه زن

خدای وکړې دا چارې په ما واړه وکړې زړه

څو چارې غلط شوم چې مې لوی کړ احمق تره

بل چې دده لور مې امرا ته کړه واده

بل چې مې په کور کې څه کښېنښول سپين و سره

بل مې چې يو کوټ محکم بنا نه کړ په غره

بل چې مې په توره په خدمت غرور کاوه

بل چې مې مغول په ور کړه مرکړه نه غلاوه

بل مې چې په وخت د نيوو ملک نه ولاړه

بل مې چې قوت د يوسفزيو ور کاوه

بل مې چې په اصل غورياخېل پښتون گاڼه

وايي چې له ځانه په اولاد وي پېروز ښه

خدای به کا رواني په اصلي ويلو اوبه

دا يوڅو خبرې چې ما راوړلې په خوله

بويه چې همه واړه وکښلې شي په زړه

نرد دی که شطرنج دی که چوپړ دی وايم زه

دا واړه چې يې زده شي نو يې لوبه شي هاله

هرچې په دا کار کې څوک اومه دي نه پاخه

وکاندې پاخه په زمان چارې په اومه

هيڅ په خپله پوهه هنر مه شه غره ته

هر چې تر تا به دي عقل زده کړه له هغه

وايي چې په پوهه بوعلي چا وويشته

بيا په ډېرې چارې خلقو احمق باله

هيڅ سړی هغه دی چې به ځي په هره خوله

کار په توکل بويه نه خولو وته کاته

يار چې هسې ښه وي چې يې ځای کړې په لېمه

بيا يې په يارۍ مه کړه هيڅ غلطېده

څه بلا ډېر ښه دي، د دوو سترگو تور باڼه

سترگې دې ړاندې کا مه شه سترگو ته کاږه

مل هغه باله شي چې تېر بېر نه ځي تر مله

مل د خپل مقصود دی چې يې وړاندې وروستو تله

نه وي چې د چا تر ستوني تېر چېرې ترخه

بوټی د سپلمې د گنډېري گڼي خواږه

څوک په لوستو لوستو له ملا نه زده کا څه

څوک دمور په نس کې زده کا وزېږي هاله

کوز يې کړم له کوټه چې يې کښېوتم په جال

زر يې راپه پښو کړې پنج سېرۍ بېړۍ کوټوال

څه د بدو خوب و، چې مې وليده سحر

سترگې مې رڼې کړې ناکرار شوم په بستر

پاڅېدم له کټه لکه خوږ شي دچا سر

هسې شان او تر وم نه مې ليار ليده نه ور

لاړم تر مبرزه هسې راغلمه اوتر

غسل مې په ځای کړ په سنت د پېغمبر

درست خلک اوده وو واړو خوب کاوه خرخر

هيڅوک خبر نه وو اشرف خان مې کړ خبر

هر چې نصيحت و لکه بويه د پدر

ما په کتابت ورته ادا کړ مختصر

جوړ شوم پېښور ته چې راوامې خيست جمدر

ونږل سروې نازه په دوه ځله مکرر

ورځ وه د جمعې رجال الغيب وو برابر

تله مغرب رويه وو په دا ما نه کړ نظر

څوک به و جارباسي مبرم حکم د داور

ډېر دی فراست لري هنر گنج و لښکر

لاړم تر مسجده لمونځ مې وکړ پگه تر

سور شوم په سيلۍ نور مې واچاوه په لېر

هسې په هوا تلم لکه باد درومي صر صر

گوښی تنها تلمه په نوښر وخوت لمر

نه وو لادوپهر چېمې ځای شو پېښور

واستاوه مغول ته ما هغه ساعت نفر

وې مې دا يم راغلم ستا په خط ستا په خاطر

کوم ساعت خاضر شم په ما کومه لرې چر

دا ځواب يې راغی چې راتله دې وو بهتر

گانده په دېوان دې راښکاره کړ خپل پيکر

درې ورځې شوې تېرې دېوان نه کړ گيدی خر

دی په څو وماته زه له ځانه بې خبر

شېخ د گجرات دده پېشدست و يو بشر

سر تر پايه واړه په ديدن کريه نظر

ده وې تر ما راشه چې کنگاش کړو مقرر

بيا به دې نواب ته ويل کړو زېر و زبر

ورغلم تر ده پورې زه پاک په خپل باور

ترونه مې نااهله مغولي شوي په دا شر

لور په لور مغول تر ما چاپېر شو په هنر

مفت يې په لس کښېوتم په حکم د قدر

ږغ وشو په شهر، دا خبر شو منتشر

هيچا نه پسندل په خدای پسنده وومگر