غزل

زما عشق په هغه شان، دی لکه و

Khushal Khan Khattak

زما عشق په هغه شان، دی لکه و

ستا خاطر هغه سندان دی ،لکه و

که ته هر څو بد قولي او بد عهدي کړې!

قول، عهد مې همان دی، لکه و

خرخشې دې لکه وې په هغه شان دي

فتنه گر دې سور پېزوان دی، لکه و

د رقيب خبره مه نغوږه، ای ياره!

چې رقيب هغه شيطان دی، لکه و

د بڼو په ناوکيو دې غلبېل کړ

نښانه مې درته ځان دی، لکه و

په خاطر باندې مې داغ دی ستا له لاسه

ولې هسې بې درمان دی، لکه و

بل گومان ، فکر، خاطر لره در مه وړه

خوشال ستا له بندگان دی، لکه و