غزل

زما خرابه دله! ته يو څه رنگه خراب شوې

Khushal Khan Khattak

زما خرابه دله! ته يو څه رنگه خراب شوې

چې وو در څخه لاړل، په هر څيز پسې کباب شوې

د مښکو دور تېر شو، دکافورو دور راغی

چې نوم دې د شباب و په نامه د شېخ و شاب شوې

د باغ نرگس دې هم لکه تازه وو هسې نه دي

دباغ د لاله گلو دې هم پاڼې پېچ و تاب شوې

د خولې حقه دې ډکه په گوهرو ده خالي شوه

په حزن، په حسرت د يوه هر دُر ناياب شوې

په باغ به دې چې کښليو ښايسته بلبلو ژغ کړ

يوه بلبله نشته ثمرې يې دغراب شوې

بېړۍ دې د سينې په زور چې پاسه تله په غرونو

غوټې خوري، په کې گرځي اوس خسړی د درياب شوې

مزري به دې له ترسه په هيبت وو په کوهسار کې

نژدې درته وېغ وېغ کا له گيدړو لا جواب شوې

چې ډکې په ښو مښکو په عنبرو هغه خولې وې

بدبويه چار چوبۍ د زمانې په انقلاب شوې

په عمر چېرې ويښ وې بيا به هم چېرې وېښېږې

هی هی دخوشال بخته ولې دا رنگ په خواب شوی