نظم زما مشران زويه Khushal Khan Khattak Word meanings A− A+ Text size: 100% Copy Print Share Use the arrow keys to move between words. Press Enter or Space to open a meaning and Escape to close it. 01 زما مشران زويه چې يې کار شو امتحان 02 اشرف خان هم کار فرما دی هم کارکن دی هم کار دان 03 سدو په کار پوهېږي که کارکن نه دی په ځان 04 يحيی وکار ته ځغلي کار ويران کا په زمان 05 عابد خان په کار کامل دی کار فرما دی په ښه شان 06 خالد خان په کاروبار کې کله ښه کله نادان 07 ښه زوی د بابا دل دی تل دې ژوي په جهان 08 په باز چې نظر وکړې په کې شته دمردۍ شان 09 که خدای يې راته پرېږدي ذوالفقار دی صدر خان 10 بهرام هم کار فرما دی هم کارکن دی زړه پرېشان 11 زر دوه نوي دهجرت دی گوره څه وکا اسمان 12 دا نور څه غت واړه دي واړه ښه کړه پاک سبحان 13 پوره اويا راغلم چې مې ووی دا بيان Dictionary meaning × Headword