نظم

زر د نوم د پاره ښه دي

Khushal Khan Khattak

زر د نوم د پاره ښه دي

هيڅ په کار نه دي په کور

که شيطان که عالمان دي

نور څه نه دي بې له قاله

نه د سوال په هنر پوه يم

نه طالع لرم د پور

نه زاهد د شکرانو يم

نه ملايم زکات خور

نه دهقان نه سوداگر يم

نه حرفت لرم څه نور

ځای گهي لرم په سرکې

په ميراث د تورو شور

و هفتاد وته نژدې شوم

هر نعمت راځي په کور

که په کور راشي زرگونه

هسې درومي لور په لور

خپل روش به اوس نور نه کړم

که مې نور کړ مخ مې تور

که زما تر لاسه راشي

خزانې د درست لاهور