غزل

زر زما تر لاسه نه راځي، وېرېږي

Khushal Khan Khattak

زر زما تر لاسه نه راځي، وېرېږي

که هر څو مې د لاسه ورسره کېږي

زما لاس ورته تر اوره هم بتر شو

لا په اور کې يې يو درنگ ساعت تېرېږي

زه او زر سره له ځايه غليمان يو

په جهان کې غليمان سره رغېږي؟

چې غليم د مېړني په نظر کښېوځي

نور يې زړه دده و مرگ وته پړکېږي

شازلمي به خپل غليم کا ترځان وړاندې

و نامردو ته به سل حيلې درېږي

په قرآن کې ستا اموال په غليم ياد دي

بل به کوم حجت تر دا قوي يادېږي

کاڼي، زر که سره وگورې يو رنگ دي

فرق يې دا دی چې په زر زړه رغېږي

هغه زر تر کاڼي لوټې لابتر دي

چې يې ومنډې په مځکه نه خرڅېږي

چې اوبه په ځای حصارې شي نو خسا شي

صفا يي يې هم په دا ده چې بهېږي

تل دې لاس په دنيا بر اوسه خوشاله!

غليمان دې شرمنده تر تا ځارېږي