نظم
ځوانمردان تر سر د ننگ د پاره تېر شي
Khushal Khan Khattakځوانمردان تر سر د ننگ د پاره تېر شي
تر وسکه مال په کوم حساب دی د دنيا
بهتر سړی هغه دی
چې يې هيڅ نه کا ځواب
سخاوت او شجاعت سره زېبا دي
بهادر به خالي نه وي له سخا
بهادر څخه چې خوی د سخا نه وي
خرس او خوگ غوندې يې وگڼې دانا
خرس او خوگ که هره ورځ کاندي خونونه
خرس او خوگ څه مړني نه شول په دا
په سړيو سر اسان دی زر پرې گران دي
سرښندي د زرو نه کاندي عطا
هغه هسې سر چې غوږ ورسره نه وي
سر د خره دی چې هيڅ نه لري بها
مړنتوب د دانايانو په ښه رنگ وي
نادانان دکشتن نه لري پروا
ځوانمردي په سرښندل په زر ښندل ده
که ځوانمرده يې راوړه خوی د مرتضا
نه به مال د چا نقصان په ورکول شي
نه به ومري چې د چا نه وي قضا
نامردانو ته دا دواړه توکه گران دي
ځوانمردان دي په دا دواړه بې همتا