زقوم

zaqúmzaḳūm

نور لیکدودونهزَقُوم

زقومنومنارینه

upas tree, ancar, bitter substance, poison

ماناوې

  1. upas tree, ancar (Antiaris toxicaria)
  2. bitter substance, poison
  3. A thorny tree, the Indian prickly pear

پښتو تعریفونه

  1. زقم، تېره تېره ازغي لرونکی يو قسم تريخ بوټی
  2. زقم
  3. پمنی، پمنکی ( د يو ډول زقوم پښتونوم )، توهز (تهوهر)، يو ډول نبات دی. ځينې بوټي يې پاڼه نه لري او ځينېيې د څپيړو (چپلاخو) په ډول ښاخونه لري. ارتفاع يې په ځينو ځايو کې تر دوو ګزو پورې رسېږي.اغزن يې د طبی ګټې له امله بابيزوی خوريې توربخون شين دی. ګلان يې دځينو ژېړ او د ځينو سپين دی. ګلان يې دځينو ژېړ او د ځينو سپين دي. که ماتشي ترخه شيده ځنې راوځي، که دغه شيده په خوږمنو ځايو پورې وموښل شي، درد يې ورک کوي، د ګوزڼ(فالج) وهلو او د بندونو په درد اخته ناروغانو ته يې د پيو او ميده کړی نار او ښاخونو موښل مسيحآيي اغېزه لري. ځينې کسان يې په اوبو کې د څو وارو ايشولو وروسته په غوړو کې سره کوي او د سابو په…
  4. په دوږخ کې يوه ترخه، بدخونده او زهري ونه ده. په دې مانا د زقوم کليمه په قرآن مجيد کې درې ځايه راغلې ده
  5. هره هغه غذا چې ترخه، زهرناکه او وژونکې وي
  6. زقم؛ پمنی، پمنکی، توهر، يو ډول تريخ نبات دي.
  7. هغه بيديانی بوټی، چي انارو غوندي پاڼي او ياسمن غوندي ژړ رنګه ګلونه لري، مېوه ئې هريړې ته ورته توربخون رنګ لري
  8. په دوږخ کي د يوې درختي/ وني نوم دئ، چي ډېره ترخه مېوه لري او د دوږخيانو خوراک دئ
  9. کنايتاً هر راز ترخه او زهرجن خواړه، پمنی، پمنکی، توهړ/ توهر

بڼې

جمع
زقومونهzaḳūmūnah
ژباړې (4)
انګرېزي
cactus
فرانسوي
cactus (m.). · cactus
ناروېژي
kaktus
روسي
анчар · перен. горечь, отрава

د کلمې رېښه: Arabic