نظم
ادب د طعام د خوراک
خوشحال خان خټکپه طعام کې څلور څيزه
فريضه دي ای عزيزه
بيا څلور په کې سنت دي
اداب هم څلور شهرت دي
دوه څيزونه دارو دينه
درې مکروه په کې شمارينه
فريضه څلور څيزونه
په طعام کې دا چې شو نه
چې روزي له خدايه شماره
تل حلال خوره بزرگواره
چې توانېږې قناعت کړه
چې قوت لرې طاعت کړه
په طعام کې سنت دا دي
چې څلور درته پيدا دي
تسميه اول ووايه
بيا له پسه لقمه خايه
چې فارغ شي له طعامه
بيا الحمد ووايه عامه
که بسم الله نه ووايي
نه الحمده لله نمايي
چې څه خوري واړه گنده خوري
يا حرام يا افگنده خوري
بيا اول اخر ای عامه
د لاس وله پس له طعامه
بيا په کيڼ نشستن دی
ښه يې پښه بر افراختن دی
ادب دادی زما جانه
نمړۍ کمه خوره له خوانه
په خپل لوري خواړه اخله
مه و بل لوري نه اخله
نمړۍ ښه سره وژويه
بيا يې ونغره ای زويه
بل نمړۍ د چا مه گوره
دا څلور آدابه ژغوره
چې دخوان خچوزي خورينه
يا کاسه طباخ څټينه
چې دارو دي هغه دادي
په هر چا باندې روا دي
چې طعام څوک بويوينه
يا نمړۍ پوکوينه
يا چې گرم طعام خورينه
دا څو توکه مکروه دينه
ابتداء په نمک ياره
انتهاء په نمک ياره
دا دارو سره وشماره
فوايد لري دلداره
د سبا طعام ای زويه
په تلوار خوړلی بويه
درې فايدې دي په کې يادې
لا تر درې نه هم زيادې
يو صفراء له دله وړينه
بد بويي د خولې نه وينه
مروت د سړي ډېر کا
نغن د نورو خوراک هېر کا
چې د بل په خوراک ښوري
هغه خپل مروت پلوري
چې دچا په دعوت ور شي
چېرې نه چې لکه خر شي
چې اسراف کا هغه رد دی
اسراف لا تر بخله بد دی
و بزرگانو وته گوره
چې دوی څه کا هسې ښوره
چې څوک لاس په طعام کېږدي
يا نور نه خوري طعام پرېږدي
په هر څه موافقت کړه
زرمه پس شه مه سبقت کړه
يک خوره که سړی خورينه
رنځ علت به يې نور ځينه