غزل

افرين دې په ولول تورو سنبلو

خوشحال خان خټک

افرين دې په ولول تورو سنبلو

چې يې ځای د پاسه ونيوه په گلو

ما چې ستا د شونډو می سره مزه کړل

مستغني شوم د جهان له واړو ملو

که په اصل پښتنه د کوهستان يې

دا د ظم خوی دې زده کړ له مغولو

مگر مور دې د ختا دملک هوسۍ وه

چې د مښکو بوی دې درومي له کاکلو

زه په هومره تمنا کې دا به څه شي

چې ته هر کله په هومره تغافلو

د هر گل ثنا صفت کا په زر ژبه

په دا باغ کې چې غوغا ده د بلبلو

د خوشال په زړه يې هسې چارې وکړې

لکه باز چې زر که يوسي په منگولو