غزل
افرين دې په ولول تورو سنبلو
Khushal Khan Khattakافرين دې په ولول تورو سنبلو
چې يې ځای د پاسه ونيوه په گلو
ما چې ستا د شونډو می سره مزه کړل
مستغني شوم د جهان له واړو ملو
که په اصل پښتنه د کوهستان يې
دا د ظم خوی دې زده کړ له مغولو
مگر مور دې د ختا دملک هوسۍ وه
چې د مښکو بوی دې درومي له کاکلو
زه په هومره تمنا کې دا به څه شي
چې ته هر کله په هومره تغافلو
د هر گل ثنا صفت کا په زر ژبه
په دا باغ کې چې غوغا ده د بلبلو
د خوشال په زړه يې هسې چارې وکړې
لکه باز چې زر که يوسي په منگولو