غزل

هغه مخ کړم مبتلا په تآسف

عبدالحمید مومند

هغه مخ کړم مبتلا په تآسف

چې يې لاس په تآسف مږي يوسف

بې له دې چې يې له سره ځان قربان کړم

گڼه نه يې شته هېڅوک د حسن کف

چې مې يار له خوبه ويښ نه کړې نسيمه

گوره الوزه په ورو په تلطف

ما دى سر ومال وښکليو ته نومړى

وبه نه کړم له دې عهده تخلف

چې په ما د صبر دم لولې ناصحه

خپله خوله ستړې کوې په دا چف چف

که أشنا د حميد مرگ وته زړه کړى

په ښه کار کښې دى څه ډيل و توقف