غزل
ای چې ستا ديار له غمه استغفا ده
خوشحال خان خټکای چې ستا ديار له غمه استغفا ده
که سينه دې له زنگاره نه صفا ده
هيڅ د خپل مين له خويه غارت مه شه
د اغيار تر وفا ښه د يار جفا ده
که اشنا جور و جفا په تا همېش کا
ته يې مه گڼه جفا، واړه وفا ده
د يار بد هم لکه ښه هسې حساب کړه
هم په دا د عاشقيه اکتفا ده
که يې نېش زياده نه گڼې تر نوشه
بېهوده دې طمع کړې د شفا ده
مخامخ د يار وغم ته ودرېږه
که دې غيرو اشنايي وته قفا ده
آه که يو ځله مې وليدې په سترگو
چې مې تل تل ستا له غمه وا اسفا ده
د خوشال د رنځ علاج به څوک په څو کا
چې زگېروايې له طبيبه په اخفا ده