غزل ای چې ستا ديار له غمه استغفا ده Khushal Khan Khattak Word meanings A− A+ Text size: 100% Copy Print Share Use the arrow keys to move between words. Press Enter or Space to open a meaning and Escape to close it. 01 ای چې ستا ديار له غمه استغفا ده که سينه دې له زنگاره نه صفا ده 02 هيڅ د خپل مين له خويه غارت مه شه د اغيار تر وفا ښه د يار جفا ده 03 که اشنا جور و جفا په تا همېش کا ته يې مه گڼه جفا، واړه وفا ده 04 د يار بد هم لکه ښه هسې حساب کړه هم په دا د عاشقيه اکتفا ده 05 که يې نېش زياده نه گڼې تر نوشه بېهوده دې طمع کړې د شفا ده 06 مخامخ د يار وغم ته ودرېږه که دې غيرو اشنايي وته قفا ده 07 آه که يو ځله مې وليدې په سترگو چې مې تل تل ستا له غمه وا اسفا ده 08 د خوشال د رنځ علاج به څوک په څو کا چې زگېروايې له طبيبه په اخفا ده Dictionary meaning × Headword