غزل

ای زما د زړه آرامه راشه راشه

رحمان بابا

ای زما د زړه آرامه راشه راشه

سروې قدمه گل اندامه راشه راشه

دا چې نور خوبان دې واړه مقتديان دي

د همه واړو امامه راشه راشه

بې تا نشته هېڅ حرمت د عاشقانو

د مشتاقو احترامه راشه راشه

خدای زده بيا به هسې وخت وي که به نه وي

زه وېرېږم له ايامه راشه راشه

نن هنگام دی که وفا کړې که جفا کړې

چارې نه شي بې هنگامه راشه راشه

دا جهان د مسافرو يو رباط دی

تله دي تله دي له دې گرامه راشه راشه

پري رويه فرښته خويه عنبر بويه

سنبل مويه لاله فامه راشه راشه

شپه لا پرېږده بې تا ورځ راباندې شپه شوه

د رحمان ماه تمامه راشه راشه