غزل

عالمان دي روښنایي د دې دنیا

رحمان بابا

عالمان دي روښنایي د دې دنیا

عالمان دي د تمام جهان پېشوا

که څوک لار غواړي و خدای ته و رسول ته

عالمان دي د دې لارې رهنما

کیمیاګر که د کیمیا په طلب ګرځي

همدمي د عالمانو ده کیمیا

په مجلس د عالمانو به سره زر شي

که څوک کاڼی وي که لوټه د صحرا

جاهلان دي په مثال د مرده ګانو

عالمان دي په مثال د مسیحا

چې مرده یې له نفسه ژوندي کېږي

عالمان دي واړه هسې اولیا

هر سړی چې رتبه نه لري د علم

سړی نه دی، خالي نقش دی ګویا

زه رحمان حلقه بګوش د هر عالم یم

که اعلی دی، که اوسط دی، که ادنی