غزل

عالمان دي روښنائي ددې دنيا

رحمان بابا

عالمان دي روښنائي ددې دنيا

عالمان دي د تمام جهان پېشوا

که څوک لار غواړي و خداى ته و رسول ته

عالمان دي ددې لارې رهنما

کيمياګر که د کيميا په طلب ګرزي

همدمي د عالمانو ده کيميا

په مجلس د عالمانو به سرۀ زر شي

که څوک کاڼى وي که لُوټه د صحرا

جاهلان دي په مثال د مُرده ګانو

عالمان دي په مثال د مسيحا

چې مُرده يې له نفسه ژوندي کېږي

عالمان دي واړه هسې اوليا

هر سړى چې رتبه نۀ لري د علم

سړى نۀ دى خالي نقش دى ګويا

زه رحمان حلقه بګوش د هر عالم يم

که اعلٰى دى که اوسط دى که ادنىٰ