غزل

اوښکه ته يې مينه ته يې کيف د موسېدو ته يې

پیر محمد کاروان

ناڅاپهشېبه د سره ګلاب د غوړېدو ته يې

ډک د مينې جام ته يې په سرو سترګو سلام تهيې

شرنګ په مدهوشۍ کې د تش جام د ماتېدو ته يې

ته مې لېونۍ خندا يې تهمې لېونۍ ژړا

اخ جانانه زېری د دعا د قبلېدو ته يې

توره ته يې غشی تهلقمان او جاليونس دی

زخم د ځيګر ته يې مرهم د رغېدو ته يې

تږی زه يملپه و اسمان ته د غوښتنې زه

راشه په برېښنا کې ترنم د ورېدو ته يې

دلتهچې راغلي سوي لوي تښتېدلي دي

دې لېوني زړه کې حوصيله د اوسېدو ته يې

دغلته يو ستوری دی او هاغلته بل ستوری دی

منځ ته يې راځه د فاصلو دورکېدو ته يې