نظم
اوښکي
عبدالباري جهانيڅه تودې تروې اوبه دي
د ګرېوان په لور بهېږي
ابدي سکون ته درومي
له ژوندۍ سترګي بېلېږي
له هر څاڅکي سره مله وي
د مرمرز جهان ږغونه
پر اشنا لارو وراخلي
نابلده قدمونه
د کمزوري دنيا ژبه
د قدرت پښو ته ورلوېږي
د احساس بيده نغمه ده
په باڼو ږغول کېږي
دا شريکه ګونګۍ ژبه
هري سترګي ته اشنا ده
دا د هري ميني کور دئ
دا د هر نفرت غوغا ده