نظم

اولو االبصار ( خواجه عبدالله انصار په ياد)

ګل پاچا الفت

عارفان د زړه په سترگو گوري يار

د سر سترگو باندې پېژني اغيار

حايل نه دي هېڅ حجاب د زړه د سترگو

نه يې مخه تياره نيسي نه غبار

لمر ترې نشي پټولی تورې ورېځي

نه حاجت گرزي مانع او نه حصار

صاحبان د زړه ، د زړه په غوږو اوري

اوازونه د سکوت او د پندار

چې ولاړ وي ټوله شپه قايم الليل

ورته يو وي د دنيا ليل و نهار

د حال ژبه وايي حال صاحب د حال ته

په دې ژبه پوهېږي اولواالابصار

په رښتيا چې بيدار شوي له غلفته

مرگ هم نه ويده کوي هغه بيدار

زړه ازار د صاحبدل شي چې زيارت ته

کله ورشي دل ازار مردم ازار

چې مالک د خپل ژوندون وي مرگ يې نشته

مري هغه چې يې ژوندون وي مستعار

فيض رسان او الهام بخش دی د ژونديو

گارزگاه کښې د هرات د پير مزار

ډېر نقشونه محوه شوي محوه نشو

په افکارو کښې دده نقش و نگار

د صورت سينگار لږ وخت وي بيا زايل شي

زوال نلري معنی په روح سينگار

الهی نامه يې دردي بې نظيره

په نظر کښې په غوږو کښې د روزگار

سل ميدانه د عرفان يې دي وهلي

چا ليدلی دی بل داسې شهسوار

تش د قال خاوند خونه و د حال هم و

ډېر يې حاله کړه په حال د ده گفتار

د دين لاره شوله هر لور ته ازاده

چې ملگري يې د لارې شوه انصار

د قدم نقش يې د دين لاره کښې اوس هم

راته ښئ گازرگاه او پای منار

شهداء الصالحين دي د دين ستوري

او تميم انصار پکښې شمس النهار

د عرفان لومړی قدم هغه قدم دی

چې دنيا کړي پښو لاندې نفس مهار

اخلاص دی رهبر دلارې د عارف

د دنيا تو ښه ترې ورکه کاندې لار

چې خوب پرېږدي غلفت پرېږدي راحت پرېږدي

باطني احساس شعور يې شي بيدار

طريقه د صوفي لار د څاروو نه ده

نه دا لار ده دموټر او تېز رفتار

ده د فکر، ذکر زړه او نظر لاره

غواړي صبر، قرباني، جهد و ايثار

څو چې نکړي غرور کبر پښو لاندې

تر مطلبه نه رسېږي کلانکار

له فطرته سالک راغی وارسته

ازاد قيد نه د درهم او د دينار

حر ازاد دی څوک چې وی ازاد مشنه

چې يې نور آزادوي نه دی احرار

د صوفي سترگې مړې دي زړه يې موړ دی

که هر څومره وي په نس وږی نهار

مالگه نه څکي د چا نمکخورنه دي

زړه غني او مستغني نفس يې ډېر خوار

ژوند يې نه دي د هوا او د هوس

بې هوا وي د عارف دار و ديار

زړه يې پاک طنيت يې پاک نظر يې پاک دی

په غسلونو د توبو او استغفار

له عيشونو له خوندونو يې زړه موړ دی

غبطه نخوري که هر څه خوري دنيا دار

يو خوړلو بل خورولو نه خوند اخلي

نه خوړلو نه خوند اخلي روزه دار

د عارف خوندونه نور د نورو نور دي

د نېکۍ په مزه پوه دی نېکوکار

هغه خوند چې لري جام د شهادت

بې شهيده څوک ترې نشو خبردار

هره خوله کله ده جوړه هر يو خوند ته

اخلي خوند فداکارۍ نه فداکار

د عارف زړه کښې يوازې د خدای ډار وي

شرک يې بولي که يې زړه کښې وي بل ډار

بې له خدايه چاته سر ټيټوي کله

که يې سر له تنه غوڅ کړي اقتدار

ادهم سر د دولت تاج ته ښکته نکړ

چې يې سرکښې خيال پيدا شو د دلدار

بې زواله پادشاهي کاندی فقير

حقيقي فقير ته ټيټ سر د تاجدار

د محمود باغ سپېره ډاگ شو غزني وران شو

حديقه د سنايي هزار بهار

بلخ روان شو ي نه يې جاه نه يې جلال شته

مولانا جلال الدين دی گوهر بار

لا تر اوسه يې د نی اواز غوږ وکښې

وايي زړونو ته د عشق خفي اسرار

د هرات زاړه اثار په ورکېدو دي

د خواجه انصار اثار دي فيض آثار

هېروي زمانه ډېر خلک له خلکو

هېروی نشي هېری دده يادگار

نه ورکېږي نه يې څوک شي ورکولی

يا قيات الصالحات راڼه افکار