غزل

اوریدلې مې قصه له راویانو

ګل پاچا الفت

که یې اورئ ای دعقل خوندانو

په کوم وخت کې چیرته لرې یو مالدار و

شوم بخیل او ډیر بې عقله  دنیا دار و

هوښیاري پوهه خدای هیڅ نه وه ورکړی

انساني برخه یې ډیره وه نیمګړی

یوه ورځ  یې په خپل اوښ له کومې خوا

څه غله راوړله کورته  دربار

ورسره یو سړی مل شو دیو نان

چې حکیم ؤ دخپل عصر او زمان

هغه وویل دادومره دروند وری

په او ښ باندی دی ظلم او تیری

راته ووایه چې  څومره دی دا بار

دابار کړي دې غنم دي او که جوار

سړي وویل له پنځوسو منو تیر دی

داوری  خو په رښتیا چې په اوښ ډیر دی

مګر څه وکړم چې نه وه چاره بله

ضرورت اوښ ته دارنګه پېښوله

یو انډی ډک شو ترخولې دسود په جوارو

له ناکامه مې بل ډک کړلو له خاورو

دې دپاره چې انډول شي برابر

اوښ ته جوړ شو  دروند وری لکه یو غر

حکیم ووې  بار او پیټی دنادان

یو په دوه  دي  په رښتیا په دې جهان

خاورې مه وړه خوشې مه درنه وه بار خپل

واچوه دواړه انډیو کې د جوار خپل

چې سړی دده وینا ته لږ څه ځیر شو

ډیر خوشحاله دحکیم دښه تدبیر شو

خپل ملګري ته یې ووې ای لقمانه

په تدبیر او عقل  زیات له ټول جهانه

ته چې دومره ډیر ښاغلی او هوښیاریې

راته ووایه چې څومره دنیا دار یې

سره او سپین  څومره لرې او ځمکه څومره

چې خدای تا لره درکړی عقل هومره

حکیم ووې هیڅ شی نه لرم فقیر یم

خو خاوند دعقل وفکر او تد بیر یم

مال مې څه کړې  مشوره مې کړه قبوله

سره او سپین نشته نه ځمکه یوه پوله

سړي وویل ستا نه منم خبره

ګڼم خپله نا پوهي له تا نه غوره

څوک چې مال او دولت نه لري هر ګوره

دهغو مخونه هیڅ کله مه ګوره

نا پو هي دبډا یانو یو په  سله

ده بهتره ستا له عقل بې حا صله

د هوښیار او دنیا دار  قصه شوه خلاصه

اوس دخدای دربارته  جګ کړه دواړه لاسه

پروا نشته  که قصه رانه  دعا شوه

ځکه ماته اوس  پیدا دا تمنا شوه

خدای دې نه کا علم و پوهه دومره خواره

چې نا پوهه بډای کیږدي ورته غاړه

له دې ملک اودې وطن  نه دې وي لرې

دغه رنګه بې ق  دري دارنګ خبرې

ړوند دې شي هغه بډای او معتبر

چې به ګوري فضیلت ته په سپ ک نظر

داهیواد دې خدای ساتي له داسې حاله

چې معنا به څوک نه ویني بې له ماله

مال دولت دبډایانو دې مدام وي

خو دعلم لوړ  بیرغ ته دې سلام وي