نظم اقربا راته عقرب شول خوشحال خان خټک د کلمو ماناوې A− A+ د متن کچه: 100% کاپي چاپ شریکول د غشو په تڼیو د کلمو ترمنځ لاړ شئ. د مانا د پرانیستلو لپاره Enter یا Space ووهئ او د بندولو لپاره Escape ووهئ. 01 اقربا راته عقرب شول راضيمن مې په تعب شول 02 دواړه ترونه مې نا اهله ابوجهل و بولهب شول 03 زه يې بند کړم په مغولو په خانۍ و په منصب شول 04 رشوتونه يې قبول کړه په تلاش کې روز و شب شول 05 زه يې هند لره روان کړم په نشاط و په طرب شول 06 دا لويې يې روزي مه شه دهزار بلا سبب شول 07 خېلخانه مې شوه په غرونو ډېر کارونه پېښ عجب شول 08 ناز پرور زويه مې واړه په فرياد وپه شغب شول 09 چې ېې نمر ليدلی نه و په ځنگلو تشنه لب شول 10 درست اولس قبيله واړه گرفتار په ډېر غضب شول 11 په آه آه د فراق جنو زړونه وږي دعنب شول 12 خوشال نه مونده خټکو که يې هر څو په طلب شول د قاموس مانا × اصلي کلمه