نظم
اقربا راته عقرب شول
Khushal Khan Khattakاقربا راته عقرب شول
راضيمن مې په تعب شول
دواړه ترونه مې نا اهله
ابوجهل و بولهب شول
زه يې بند کړم په مغولو
په خانۍ و په منصب شول
رشوتونه يې قبول کړه
په تلاش کې روز و شب شول
زه يې هند لره روان کړم
په نشاط و په طرب شول
دا لويې يې روزي مه شه
دهزار بلا سبب شول
خېلخانه مې شوه په غرونو
ډېر کارونه پېښ عجب شول
ناز پرور زويه مې واړه
په فرياد وپه شغب شول
چې ېې نمر ليدلی نه و
په ځنگلو تشنه لب شول
درست اولس قبيله واړه
گرفتار په ډېر غضب شول
په آه آه د فراق جنو
زړونه وږي دعنب شول
خوشال نه مونده خټکو
که يې هر څو په طلب شول