نظم

عاقبت

ګل پاچا الفت

عاقبت به يې سېلاب د اوښکو يوسي

چې خواران او غريبان چا ژړولي

نن سبا به د اقبال له تيلی کوز شي

چا چې ستړی او ستومانه ځغلول

زمانه به يې د نورو خندنی کا

چې يې هروخت په خوارانو دي خندلی

شنه چمن کښې به په گلو خزان راشي

بلبلان يې چې په باغ کښې کړولی

له دې خړ آسمانه هر وخت ږلۍ اوري

وړي سېلاب د زمانې واړه ښاغلی

د ښايست بهار څو ورځې وی دنيا کښې

بيا له نازه راکوزېږي نازولی

ددې د هر هر څه تلوني دي پوهېږم

ځکه ما ترېنه لاسونه دي وينځلی

هر يو باغ چې راسپړلی دي گلونه

د خزان سيلی فی الحاله رژولی

لمر، سپوږمۍ ددې آسمان په څوکرته

ټيټ وپاس خړ او روښانه

ځکه ما زړه بل عالم پورې تړلی

دی دنيا ته مې په بل نظر کتلی