غزل
عقل د رحمان يې په جفا سره مسلوب کړ
رحمان باباعقل د رحمان يې په جفا سره مسلوب کړ
مه کړه مه کړه مه کړه هسې بده يارانه
درېغه وليدی يو ځل هغه مخونه
چې دراز لري مژگان دراز قدونه
دراز قد، دراز مژگان، درازې زلفې
وړې شونډې وړه خوله واړه غاښونه
د اسمان شمس و قمر به ترې قربان کړم
هم دځمکې په سر واړه سره گلونه
چې يې ووينم په مخ مې اوښکې درومي
د پسرلي له مخه اوري بارانونه
که يو ځله يې مخ ووينم په سترگو
ما په زړه کې قبول کړي دي نذرونه
د هجران په شپه سور کټ راته سور اور شي
يو زمان مې باندې نه لگي اړخونه
چې په سپينو اننگو دې زلفې زاننگي
ښاماران دي د چندڼو په ښاخونه
که خدای غم د جدايۍ ورته اسان کړ
و رحمان وته اسان دي نور غمونه