نظم
اقتدار
ګل پاچا الفتچې يې ځان د خلکو کړ علمبر دار
چې يې نه و لاموندلی اقتدار
چې له قهره آمريت ته رېږديده
چې يې لاړې توکولې په دربار
چې نظام يې د هرڅه مسئول باله
چې دښمن يې د اولس گاڼه سرکار
چې يې نه وه دښمني آشتي پذيره
چې يې هر حکومت وباله غدار
چې راته يې تملق د درباريانو
چې د يو تن ټولواکۍ ته وپه قار
چې غليم و د بادار او بادارۍ
چې يې خلکو ته غوښتلو خدمتگار
چې قدرت ورغی لاس ته او کار دار شو
چې چوکۍ د اقتدار ورکړه روزگار
چې حاکم شو چې رئيس شو چې وزير شو
ځان يې ورک کړ خلک يې هېر کړه په يو وار
چې يې لاس نه رسېده آلو تروه وه
چې لاس برشو آلو ډېر شومزه دار
چې دربار په مينه مينه غېږ کښې ونيو
درپاري شو او مداح شو د دربار
چې رڼا ورځ د سرکار يې شپه گڼله
باييې تورې شپې ته وي نصف النهار
کلمه د وحده يې ورته ووې
لا شريک له وينا شوله د يار
چې صاحب شو د دربار، درباررټونکی
کړه يې هر څه د دربار له سره ځار
چې يې خوند وليد د مدح، تملق ډېر
شو دا خوند ورته خوندونو کښې سردار
چې آمر شو او هر څه يې شو په لاس کښې
چې يې واورېده صفت خپل باربار
چې اصلي څېره د چا ښيي هر چاته
اقتدار دی اقتدار دی اقتدار
خيال يې بل شو حال يې بل شو سړی بل شو
خدمتگار يې هم د خلکو شو بادار