غزل عارف سړی هغه دی، چې يې شناخت وشو د ځان خوشحال خان خټک د کلمو ماناوې A− A+ د متن کچه: 100% کاپي چاپ شریکول د غشو په تڼیو د کلمو ترمنځ لاړ شئ. د مانا د پرانیستلو لپاره Enter یا Space ووهئ او د بندولو لپاره Escape ووهئ. 01 عارف سړی هغه دی، چې يې شناخت وشو د ځان د ځان په معرفت کې، معرفت دی د سبحان 02 چې ترس یې د زړه نه وي، نه عمل لري د نېکو په دا یې نظر مکړه، چې په یاد لولي قرآن 03 په کور کې دې بلا دي دا د نفس غطې چارې که ته په ځان شیطان نه شې، بل هېڅ نشته شیطان 04 حرص مکړه، هوا پرېږده، له هر چانه پرې کړه تمه بل نوم به په تا نه ږدم، په ځان نوم کېږده سلطان 05 چې خدای يې په لار نه کا، په ویل به په لار نه شي که پاڅوې له ګوره و هغه وته لقمان 06 عیسی په معجزه سره ړاندۂ سړي بینا کړل دانا یې په دعا نه شو، په عمر یو نادان د قاموس مانا × اصلي کلمه