غزل عارف سړی هغه دی، چې يې شناخت وشو د ځان Khushal Khan Khattak Word meanings A− A+ Text size: 100% Copy Print Share Use the arrow keys to move between words. Press Enter or Space to open a meaning and Escape to close it. 01 عارف سړی هغه دی، چې يې شناخت وشو د ځان د ځان په معرفت کې، معرفت دی د سبحان 02 چې ترس یې د زړه نه وي، نه عمل لري د نېکو په دا یې نظر مکړه، چې په یاد لولي قرآن 03 په کور کې دې بلا دي دا د نفس غطې چارې که ته په ځان شیطان نه شې، بل هېڅ نشته شیطان 04 حرص مکړه، هوا پرېږده، له هر چانه پرې کړه تمه بل نوم به په تا نه ږدم، په ځان نوم کېږده سلطان 05 چې خدای يې په لار نه کا، په ویل به په لار نه شي که پاڅوې له ګوره و هغه وته لقمان 06 عیسی په معجزه سره ړاندۂ سړي بینا کړل دانا یې په دعا نه شو، په عمر یو نادان Dictionary meaning × Headword