غزل
اشنايي دې را ښکاره شوې بې وفا يې
خوشحال خان خټکاشنايي دې را ښکاره شوې بې وفا يې
چې زما سره اشنا، د بل اشنا يې
و بل باغ وته به سترگې کږې نه کړې
چې زما د باغ بلبله، په توتا يې
لا به کله ځای زما په سترگو وکړې
ته مين زما د دوه سترگو توتيا يې
زه جدا، له تا په سوز و په گداز يم
ته په گشت دگلستان په لاس مينا يې
په ليدلو دې خوښي درسره راوړې
لکه تللی ياغي باز راغلی بيا يې
د اميد غوټۍ مې واړه شگفته شي
چې دې ووينم په ما لکه سبا يې
ستا په مينه پورې سل کا نخوالونه
دخوشال دله! په چا باندې شيدا يې