غزل اشنايي دې را ښکاره شوې بې وفا يې Khushal Khan Khattak Word meanings A− A+ Text size: 100% Copy Print Share Use the arrow keys to move between words. Press Enter or Space to open a meaning and Escape to close it. 01 اشنايي دې را ښکاره شوې بې وفا يې چې زما سره اشنا، د بل اشنا يې 02 و بل باغ وته به سترگې کږې نه کړې چې زما د باغ بلبله، په توتا يې 03 لا به کله ځای زما په سترگو وکړې ته مين زما د دوه سترگو توتيا يې 04 زه جدا، له تا په سوز و په گداز يم ته په گشت دگلستان په لاس مينا يې 05 په ليدلو دې خوښي درسره راوړې لکه تللی ياغي باز راغلی بيا يې 06 د اميد غوټۍ مې واړه شگفته شي چې دې ووينم په ما لکه سبا يې 07 ستا په مينه پورې سل کا نخوالونه دخوشال دله! په چا باندې شيدا يې Dictionary meaning × Headword