غزل
عاشقان دناصحانو وينا نه کا
رحمان باباعاشقان دناصحانو وينا نه کا
مست هاتي دمهوتانو پروا نه کا
واړه جور ددې دور مې قبول دی
که خدای ما له خپله ياره جدا نه کا
چې د گلو پرېشاني شوه ور څرگنده
غونچې سر په زانو کېښود خندا نه کا
و سېلاب ته د ډنډو کي څه ايستاد دی
زړه چې ژاړي سترگې څرنگ ژړا نه کا
دنيا کل په احمقانو ده ودانه
دانا ځکه وابستگي د دنيا نه کا
خود پرست تر بُت پرست په هغه خوا دی
سالک ځکه کار په خپله رضا نه کا
چې يې زړه وي په هوا پورې تړلی
د حُباب عمارت ځکه بقا نه کا
بې هنر دي چې څوک دين په دنيا پلوري
هنرمند سړی دا هسې سودا نه کا
که څوک وايي هوښيار کوم دی وايه دادی
چې بې خدايه نوره مينه په چا نه کا
گدايي که ورپېښېږي دا يې ځای دی
هر بادشاه چې دلجويي د گدا نه کا
چې بې دل يې په يوه نگاه رغېږي
څه انصاف دی چې دلبر يې دوا نه کا
هر چې زړه يې وي په يار باندې بايلوی
نوره مينه په چا بې له اشنا نه کا
چې تر غوږ يې وي وينا د اشنا شوې
هغه غوږ هر گز په نوره وينا نه کا
وبه نه رسي ديار تر بلند بامه
چې د زړه غولی روشن په ژړا نه کا
زه رحمان دهغه يار په جفا خوښ يم
که اغيار مې خدای له ميانه پيدا نه کا