نظم اتم باب په بيان د حيا کې خوشحال خان خټک د کلمو ماناوې A− A+ د متن کچه: 100% کاپي چاپ شریکول د غشو په تڼیو د کلمو ترمنځ لاړ شئ. د مانا د پرانیستلو لپاره Enter یا Space ووهئ او د بندولو لپاره Escape ووهئ. 01 د حيا خصلت شريف دی څو يې ستايم د تعريف دی 02 دا حديث د پيغمبر دی حيا شاخ ، ايمان شجر دی 03 که حيا نه وي په ځان کې حال به نه و په جهان کې 04 درست جهان به غوا، غوايه و هيڅ عزت به سره نه و 05 د جهان نسق په څه دی؟ په حيا دی، نور څه نه دی؟ 06 د حيا بازار دی گرم بندوبست وشه په شرم 07 که بخښل ، که پخول ديف په حيا په شرم خپل دي 08 شرم تا په ميدان څه کا تود درته ښه کا 09 شرم تا له بدو ژغوري خوږ مشام کا په هر لوري 10 شرم تا په شرع بيايې بد غندي ښه درته ستايي 11 که عفت دی، که عصمت دی عهد، قول که همت دی 12 دا څه، ډېر دا هسې کاره له حيا نه يې وشماره 13 دسړي چې حيا څومره له عزت يې بخره هومره د قاموس مانا × اصلي کلمه