نظم اتم باب په بيان د حيا کې Khushal Khan Khattak Word meanings A− A+ Text size: 100% Copy Print Share Use the arrow keys to move between words. Press Enter or Space to open a meaning and Escape to close it. 01 د حيا خصلت شريف دی څو يې ستايم د تعريف دی 02 دا حديث د پيغمبر دی حيا شاخ ، ايمان شجر دی 03 که حيا نه وي په ځان کې حال به نه و په جهان کې 04 درست جهان به غوا، غوايه و هيڅ عزت به سره نه و 05 د جهان نسق په څه دی؟ په حيا دی، نور څه نه دی؟ 06 د حيا بازار دی گرم بندوبست وشه په شرم 07 که بخښل ، که پخول ديف په حيا په شرم خپل دي 08 شرم تا په ميدان څه کا تود درته ښه کا 09 شرم تا له بدو ژغوري خوږ مشام کا په هر لوري 10 شرم تا په شرع بيايې بد غندي ښه درته ستايي 11 که عفت دی، که عصمت دی عهد، قول که همت دی 12 دا څه، ډېر دا هسې کاره له حيا نه يې وشماره 13 دسړي چې حيا څومره له عزت يې بخره هومره Dictionary meaning × Headword