غزل

بد يې واړه په ښه ونسه رحمانه

رحمان بابا

بد يې واړه په ښه ونسه رحمانه!

چې پای بند د يار په مينه يا په مروړ يې

عاشقي بې جذبې چرې ده رحمانه!

د مجذوب ديار په مهر کې مړ ووړ يې

که په قطع د تمام جهان ملک يې

چې له ځانه خبر نه يې لا هلک يې

آدميت خو څه په مال او په شال نه دی

ته چې خيال په شال و مال کړې ځکه سپک يې

منصفان به د انصاف خبره وايي

څه شو څه شو که په خپلو کې شيرک يې

که د لمر په څير څرگند شې په جهان کې

څو په زړونو پسنديده نه شې لا ورک يې

بزرگي په دلجويۍ که ده دخلکو

ته چې خلک ډوبوې څرنگه بخرک يې

په لويۍ کې لويي چرې ده احمقه

کمينيه وته مټ کړه که سالک يې

فلک تا غوندې هزار فنا پيدا کړه

ته لا نوی خواست کوې په ناز نازک يې

دانايان په دېوال کښلی پند اخلي

ته رحمان په خوار نظر گورې مورک يې