غزل

بدلوې په دنيا دين و ايمان ولې

رحمان بابا

بدلوې په دنيا دين و ايمان ولې

نه پوهېږې په خپل سود و په زيان ولې

همېشه په ځای د شکر شکايت کړې

منکرېږي په عطا د سبحان ولې

در بخښلی خدای د هرې چارې توان دی

په ډېر توان کې خپسر بولې ناتوان ولې

مدام اوښکې تويوې د رزق له غمه

دُر گوهر په بها پلورې ارزان ولې

چې په هر بېگا سامان د هر سبا کړې

کور وکړ شوې د محشر په سامان ولې

هېڅ گياه له ځايه نه خوځي نم مومي

ته د رزق په طلب مږې جهان ولې

چې پخوا تر قضا خپله رضا غواړې

بې هوده په لوټو ولې اسمان ولې

په ژوند ومره چې د مرگ له غمه خلاص شې

اسان کار دې کړ په ځان باندې گران ولې

غيرې مينې دې په زړه باندې انبار کړې

په کعبه کې ننه باسې بتان ولې

زړه د نفس په پېروۍ در څخه لاړ شه

د خبيث په لاس دې ور کړ قرآن ولې

چې يوسف د حبشي په بها مومې

د مطلوب په طلب نه ښندې ځان ولې

بد، په پدو پښېماني کاندي رحمانه!

ته په خپلو بدو نه شوې پښېمان ولې