غزل بدبختان د مور په نس کې بدبختان وي خوشحال خان خټک د کلمو ماناوې A− A+ د متن کچه: 100% کاپي چاپ شریکول د غشو په تڼیو د کلمو ترمنځ لاړ شئ. د مانا د پرانیستلو لپاره Enter یا Space ووهئ او د بندولو لپاره Escape ووهئ. 01 بدبختان د مور په نس کې بدبختان وي چې د مور له نسه پرېوځي هغه شان وي 02 په دنيا کې زيست روزگار په بدبختۍ کا بل جهان لره بدبخت شقي روان وي 03 حميده چارې چې کا پکې ناخوښ وي څو چې شي په ذميمه کې دل شادان وي 04 چې هوا يې د خپل نفس، په هغه لور ځي پيروي يې په هر کار کې د شيطان وي 05 که قدم چېرې ثابت کښېږدي په لارې په دويم قدم بيا زر په زړه پښېمان وي 06 کتابونه د اسمان، د مځکې لولي به عمل يې فرق تر مځکې تر اسمان وي 07 په باطن يې زړه گومان سره لړلی په ظاهر ويل په ژبه مسلمان وي 08 په خبرو کې يې فيض مونده نه شي مذبذب په قول عهد په پيمان وي 09 په طاعت په عبادت کې که بلعم شي په آخر د نس په نغوته بې ايمان وي 10 زه خوشال خټک بنده د هغه چا يم چې يې رو د زړه، دخولې سره يکسان وي د قاموس مانا × اصلي کلمه