غزل

بادشاهي لري هر يو غلام د ستا

رحمان بابا

بادشاهي لري هر يو غلام د ستا

د خاصانو په ځای ناست وي عام د ستا

پخته کله دي چې لاف د پختگۍ کا

پختگان دي په دې خم کې خام د ستا

خو هم هومره يې په ننگ و نام نظر وي

څو چا نه وي اورېدلی نام د ستا

همېشه به له مقامه بې مقام وي

هغه څوک چې لټوي مقام د ستا

څو په خپلو وينو گل غوندې غرق نه وي

وبه نه ويني رخسار گلفام د ستا

صبح و شام په هغه خلکو باندې يو وي

چې ارزو لري هر صبح و شام د ستا

بل کلام يې په زړه کله اثر کاندي

چې تر غوږ يې شي شېرين کلام د ستا

فراموش کاندي همه نورې مستيه

هر چې نوش کاندي باده په جام د ستا

دام د ستا د تورو زلفو عالمگير دی

تنها نه يم نښتی زه په دام د ستا

زه رحمان دعا سلام په هغو وايم

هر چې ما لره راوړي سلام د ستا