غزل

بېهوده په ځان غره دی دا انسان

خوشحال خان خټک

بېهوده په ځان غره دی دا انسان

په ساړه، په غارمه چينگه خوله حيران

لېونی ملال دلگير د خوب په وړل کې

نه د لوږې نه د تندې لري توان

په يوه ذره خبره خوار خسته شي

په يوه ذره سر خوږی شي په ځان

په دا هسې رنگ څو کبر، څو لويي کا

چې نظر يې له خودۍ وي په اسمان

واړه عمر تېروي په دا غفلت کې

تر هغه پورې چې ومري په دا شان

په ژوندون چې دخپل ځان فکرونه، نه کا

پس له مرگه به هغه کا ډېر ارمان

زاهدان، شېخان و هر لوري ته ډېر دي

د خوشال خټک په کار دي عارفان