غزل
بېهوده په ځان غره دی دا انسان
Khushal Khan Khattakبېهوده په ځان غره دی دا انسان
په ساړه، په غارمه چينگه خوله حيران
لېونی ملال دلگير د خوب په وړل کې
نه د لوږې نه د تندې لري توان
په يوه ذره خبره خوار خسته شي
په يوه ذره سر خوږی شي په ځان
په دا هسې رنگ څو کبر، څو لويي کا
چې نظر يې له خودۍ وي په اسمان
واړه عمر تېروي په دا غفلت کې
تر هغه پورې چې ومري په دا شان
په ژوندون چې دخپل ځان فکرونه، نه کا
پس له مرگه به هغه کا ډېر ارمان
زاهدان، شېخان و هر لوري ته ډېر دي
د خوشال خټک په کار دي عارفان