غزل

بلبلان که له گلزاره مومي خط

رحمان بابا

بلبلان که له گلزاره مومي خط

مشتاقان له خپله ياره مومي حظ

زه د عشق له تاوده اور بهره مند يم

سمندر له سره انگاره مومي حظ

د چمن غوټيه وا د سحر باد کا

عاشقان خو له ريباره مومي حظ

په طلب يې نفع مند شوم له هر چا نه

تل ښکاري له خپله ښکاره مومي حظ

مجنون بياموند خوښي په بيابان کې

هر منصور له تېره داره مومي حظ

څو چې ملک د جهان زېر و قدم نه کا

په خپل ځای به څوک قراره مومي حظ

شگفته چېد غونچې غوندې سحر وي

هغه ژڼی به بې شماره مومي حظ

په ښندل د سر مې سر د وصل بياموند

وپاري تل له وي وپاره مومي حظ

اومه کله دي پاخه وايي واعظ

هر چې وايي واړه ښه وايي واعظ

چېدې ما له خپله ياره لرې باسي

نور به څه راته اومه وايي واعظ

جار واته زما له ياره ډېر مشکل دي

زياتي څه له دوباره وايي واعظ

په خوږو پستو خبرو يې غلط شوې

دا خواږه خواږه تراخه وايي واعظ

څوک به څه باور دده په نصيحت کا

چې له ياره جار واته وايي واعظ

يو ساعت مې بې له ناستو آرام نه شي

تل له ښکليو پاڅېده وايي واعظ

زه بې عشقه بل يوکار کولی نه شم

ډېر له عشقه تښتېده وايي واعظ

اعتبار يې په نرمۍ په گرمۍ مه کړه

دا تاوده تاوده ساړه وايي واعظ

اورېدونکی يې رحمان د ويل نه يم

بهتر دا دي چې نور نه وايي واعظ