غزل

باړ ترې وجارباسه هاله زراعت کړه

رحمان بابا

باړ ترې وجارباسه هاله زراعت کړه

تقوی دار شه هله طمع د جنت کړه

عاقلان په وړاندې ځي په وروستو گوري

په دنيا کې سر انجام د آخرت کړه

سم له لاسه کار هر گوره ډېر مشکل دی

څو لانه يې غريب زېرمه د غربت کړه

چې نور خلک ملامت درباندې وايي

لا پخوا تر خلکو خپل ځان ملامت کړه

چې عقبی ته د دنيا په اجر مومې

خو هم دا عمارت هلته عمارت کړه

څه به گورې د قيامت و ورځو شپو ته

خو هم دا جهان په ځان باندې قيامت کړه

چې دې نېک و بد په تله کې تلل شي

خود په خپله تله واخله عدالت کړه

که لښکرې د حرص درباندې زور شي

سر دننه په قلعه د قناعت کړه

دا به نه شي چې ستا څټ او د حق مخ وي

که حق غواړې ته هم مخ په حقيقت کړه

هغه زړه چې عرش الله دی گوره کوم دی

څو دې توان شي د جمله زړونو خدمت کړه

وړاندني هم واړه ستا په څېر سړي وو

ته هم پاڅه د هغو په څېر همت کړه

د دنيا چارې همه واړه فاني دي

بارې پورته شه يو بل رنگه حکمت کړه

په طبيب د عاشقانو دارو نه شي

درومه بل خوا ته دارو د خپل زحمت کړه

څو دې حق موندلی نه دی بې غم مه شه

په دا مرسته جهان واړه لت په لت کړه

ای رحمانه! اول ته نصيحت واخله

دغه پسه بيا و بل ته نصيحت کړه