نظم
بېديا او دبهار وږمه
ګل پاچا الفتيوه ورځ له کور او کلی شوم بهر
په يوه لويه بېديا شوم برابر
ښه وږمه نا څاپه راغله د بهار
گوندی دلته کړي پيدا يو ښه گلزار
غوټۍ وسپړی د گل طراوت زيات کړي
خپل تاثير په مړاوبو ټوکې اثبات کړي
مگر هېڅ يې پيدا نکړه بېرته لاړه
خدای دې نکړي د چا ځمکه داسې شاړه
د وطن په حال که ستا لږ څه نظر وای
که په تاکې د همت يو څه اثر وای
دا ډگر به اوس په شنو ونو سمسور ؤ
هر سحر به د بلبلو پکښې شور ؤ
اوس به دلته د سرو گلو ښه چمن ؤ
ښايسته به له هر چا نه ستا وطن ؤ
د خپل پلار نيکه ښه ځمکه دې خاره شوه
شينکی باغ دې نن دمړو هديره شوه
راشه راشه بيابان خپل گلستان کړه
پخپل زيار او خپل همت وطن ودان کړه
بيا راغلی پسرلی نيالگی لگېږي
ستا په خاوره کې هر بوټی ښه لوئېږي
ستا په سعيه به دا واړه وچ ډاگونه
په لږ وخت کې شی سمسور او شنه باغونه
هر بلبل به صفت کاندی ستا د زيار
افرين به وايي ستا په کار وبار
ستا دباغ گلان به ږدي جونه اوربل کې
شاعران به دې ستا يي تل په غزل کې
که تا کښېښوده د چا په سر گلونه
هېر به نه کړي هېڅوک ستا دا احسانونه
ستا نيالگی که وکړي سيوری په خوارانو
په عاجز او په غريب او يتيمانو
آخرت کې به همدغه ستا په کار شي
ستا هغه جهان به هم گل و گلزار شي