نظم بهرام د خير اباد په حماقت دی خوشحال خان خټک د کلمو ماناوې A− A+ د متن کچه: 100% کاپي چاپ شریکول د غشو په تڼیو د کلمو ترمنځ لاړ شئ. د مانا د پرانیستلو لپاره Enter یا Space ووهئ او د بندولو لپاره Escape ووهئ. 01 بهرام د خير اباد په حماقت دی آب سيند دخير اباد، دی په دروغ 02 دا نړا دخرونو نه ده پورې خاندي چې به څو سره پيوند کا روغ ناروغ 03 دخبرو يې فروغ نشته دکاريې لکه پيې د اوښانو واړه دوغ 04 په خبرو کې يې کوچ د رښتيا نه شته هم په دا سبب اصلاء نشته فروغ 05 په دا هسې قباحت چې دی پيدا دی دسړي نه به هم بل پيدا وی بوغ 06 دده سر د سردارۍ د دستار نه دی دده سر لره پيدا شوی الچوغ 07 بېگانه غليم پروا ورڅخه نه کا خوپه خپله باندې دانگي دده توغ 08 خو زما له ځانه نه وي پيدا شوی زه خوشال يې په جهان کړمه تور وروغ د قاموس مانا × اصلي کلمه