نظم بهرام د خير اباد په حماقت دی Khushal Khan Khattak Word meanings A− A+ Text size: 100% Copy Print Share Use the arrow keys to move between words. Press Enter or Space to open a meaning and Escape to close it. 01 بهرام د خير اباد په حماقت دی آب سيند دخير اباد، دی په دروغ 02 دا نړا دخرونو نه ده پورې خاندي چې به څو سره پيوند کا روغ ناروغ 03 دخبرو يې فروغ نشته دکاريې لکه پيې د اوښانو واړه دوغ 04 په خبرو کې يې کوچ د رښتيا نه شته هم په دا سبب اصلاء نشته فروغ 05 په دا هسې قباحت چې دی پيدا دی دسړي نه به هم بل پيدا وی بوغ 06 دده سر د سردارۍ د دستار نه دی دده سر لره پيدا شوی الچوغ 07 بېگانه غليم پروا ورڅخه نه کا خوپه خپله باندې دانگي دده توغ 08 خو زما له ځانه نه وي پيدا شوی زه خوشال يې په جهان کړمه تور وروغ Dictionary meaning × Headword