غزل

بيا د عشق درياب راوخوت چلې چلې

خوشحال خان خټک

بيا د عشق درياب راوخوت چلې چلې

عاشقان په کې لاهو شول بلې بلې

که د سر ملا حظه نه کړي، غواص شي

مرغلرې په درياب کې تلې تلې

د پتنگ محبت لاپسې زياتېږي

چې د اور لمبې ليدی شي بلې بلې

ناگهان يې مخ ښکاره کړ، بيا يې پټ کړ

په خندا يې دا ويل چې جلې جلې

ما وی چېرته به وي کان د خوږ قندو

شاو لب ته اشاره کړه دلې دلې

د عشق بخره عطايي لکه ايمان ده

مونده نه شي په کوشش په ځلې ځلې

چې دې خوله له ما غوښته، و تا مې درکړه

دا چې بيا له ما ماڼې کړې ولې ولې

همېشه پسې جاروځه ، شها غواړه

که دې پښې د طلب نهدي شلې شلې

زه خوشال به بل ديار برابر نه کړم

په جهان که کښلي ډېر شي ډلې ډلې