غزل بيا د عشق درياب راوخوت چلې چلې Khushal Khan Khattak Word meanings A− A+ Text size: 100% Copy Print Share Use the arrow keys to move between words. Press Enter or Space to open a meaning and Escape to close it. 01 بيا د عشق درياب راوخوت چلې چلې عاشقان په کې لاهو شول بلې بلې 02 که د سر ملا حظه نه کړي، غواص شي مرغلرې په درياب کې تلې تلې 03 د پتنگ محبت لاپسې زياتېږي چې د اور لمبې ليدی شي بلې بلې 04 ناگهان يې مخ ښکاره کړ، بيا يې پټ کړ په خندا يې دا ويل چې جلې جلې 05 ما وی چېرته به وي کان د خوږ قندو شاو لب ته اشاره کړه دلې دلې 06 د عشق بخره عطايي لکه ايمان ده مونده نه شي په کوشش په ځلې ځلې 07 چې دې خوله له ما غوښته، و تا مې درکړه دا چې بيا له ما ماڼې کړې ولې ولې 08 همېشه پسې جاروځه ، شها غواړه که دې پښې د طلب نهدي شلې شلې 09 زه خوشال به بل ديار برابر نه کړم په جهان که کښلي ډېر شي ډلې ډلې Dictionary meaning × Headword