غزل

بيا د مار غوندې راضي له خپله بخته

خوشحال خان خټک

بيا د مار غوندې راضي له خپله بخته

چې د غم له پوسته ووتم يک لخته

بيا هغه حسن و جمال، هغه ليده دي

که د بخت سترگې مې خوږ وې يو څو وخته

گرد، غبار، لړې، ورېځې تر منځ لاړې

بيا دنمر سترگه ښکاره شوله ويخ ته

خدای دې وار، همت ورک نه کا د مردانو

په دنيا کې باندې راشي گرانه سخته

زمانې په هر بازار و گرځولم

خبردار يې کړم د هر بازار له رخته

د بهار په وخت يې بيا نشو و نما شي

په خزان چې پاڼې پرېوځي له درخته

د خوشال خټک طالع تر خرم ښې وې

چې بندي شو خاوند بيا وروست تر تخته