غزل بيا د مار غوندې راضي له خپله بخته Khushal Khan Khattak Word meanings A− A+ Text size: 100% Copy Print Share Use the arrow keys to move between words. Press Enter or Space to open a meaning and Escape to close it. 01 بيا د مار غوندې راضي له خپله بخته چې د غم له پوسته ووتم يک لخته 02 بيا هغه حسن و جمال، هغه ليده دي که د بخت سترگې مې خوږ وې يو څو وخته 03 گرد، غبار، لړې، ورېځې تر منځ لاړې بيا دنمر سترگه ښکاره شوله ويخ ته 04 خدای دې وار، همت ورک نه کا د مردانو په دنيا کې باندې راشي گرانه سخته 05 زمانې په هر بازار و گرځولم خبردار يې کړم د هر بازار له رخته 06 د بهار په وخت يې بيا نشو و نما شي په خزان چې پاڼې پرېوځي له درخته 07 د خوشال خټک طالع تر خرم ښې وې چې بندي شو خاوند بيا وروست تر تخته Dictionary meaning × Headword